د ګران هېواد د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۰ کلیزې په مناسب د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي د مبارکۍ پیغام

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۸ - ۱۰:۱۴
۱

د ګران هېواد د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۰ کلیزې په مناسب د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي د مبارکۍ پیغام

ازادي تر پاچاهیه لا تېری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

د غازي‌ شاه امان الله خان د ناتمام فصل بشپړونکي د افغانستان جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني، د درې ګونو قوو محترمې رهبرۍ، د کابینې محترمو غړو، والي صاحبانو، د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو او پر خپلواکۍ میئن ټول افغان ولس ته د ګران هېواد د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۰ کلیزې مبارکي وایم!

درنو هېوادوالو! د زمري ۲۸ ویشتمه زموږ د تاریخ یوه زرینه او نه هېرېدونکې پاڼه ده، په دې ورځ زموږ نیکونو د مټو او تورې په زور د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره د نړۍ ستر ښېلاک په ګونډو او موږ ته یې د یو خپلواک، سرلوړي او سرښندونکي ملت ویاړ راپه برخه کړ.

زموږ اوسنۍ خپلواکۍ سل کاله وړاندې د ستر غازي شاه امان الله خان تر قیادت لاندې د بې شمېره شهیدانو د پاکو وینو او مبارزو په برکت ترلاسه شوې او ویاړ یې د ټول ملت شریک دی.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو سرښندونو او قربانیو ته د احترام لپاره رامنځته شوی او د یوه خدماتي بنسټ په توګه ژمن دی، چې دوی ته په سیستماتیک ډول د ژوند په مختلفو برخو کې مهم فرصتونه رامنځته او په ټولنه کې د فعالو اشخاصو په څېر رغنده ونډه ولري.

د خپلواکۍ بیرغ مو تل هسک او رپانده اوسه!

لعل الدین آریوبي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS