د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ودې او پرمختګ لپاره د لا ښو امکاناتو او فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د (ZFA) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې شپږ (۶) ډوله خوراکي مواد، د ښوونځي لپاره قرطاسیه باب او همداراز د حفظ الصحې توکي په منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د یادې مؤسسې رئيس محترم ډاکټر حمیدالدين يولداش او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي هم شتون درلود

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS