په ننګرهار ولایت کې ( ٥٠٠) تنو مستحقو کسانو ته مرستې وویشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۴۸
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو کسانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په مرستو کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي شامل وو.

یادې مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم  محمد صابر  ځواک او د خیریه بنسټ د مسؤلینو په شتون کې په منظم ډول ووېشل شوې.

محترم  محمد صابر ځواک  د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د دې قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۷۷۹) زره او (۷۶۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۷
Background image

په پروان ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۶
Background image

په لغمان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله. . .

BACK TO NEWS