د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴

د چارو د لاښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د لا ښه او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوند برخو ټولو کارکوونکو پکې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت اړوند د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور د سروې ترسره کولو څرنګوالي په هکله خبرې وشوې، د هغوی د سروې په موخه بېلابېلې کمېټې وټاکل شوې چې په پوره شفافیت سره د کور په کور د سروې چارې ترسره کړي، ترڅو واقعي مستحقین وپېژندل شي او د میاشتني نغدي مساعدتونو څخه برخمن شي.

د دې سربېره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو چارو ته د ښې رسیدګي په موخه هم کارکوونکو اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۱۲) زره افغانۍ پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمېر یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۶۰) زره افغانۍ پر (۱۴۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ځينو نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د شهیدانو کورنیو او. . .

BACK TO NEWS