د کابل ولايت اړوند (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوه آلماني وګړي په مالي ملاتړ د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، موبایل ترمیم، سولر سیسټم د موټر ترمیم په برخو کې یو کلن پروګرام پیل کړ، د دې پروګرام په ترڅ کې به یادو کسانو ته د مسلکي استادانو لخوا زده کړې ورکړل شي.

د ياد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار د فني او حرفوي زده‌کړو له زده‌کوونکو وغوښتل چې په پوره اخلاص او دوامداره هڅو سره مسلکي مهارتونه زده کړي، تر څو په راتلونکي کې د خپلو کورنیو لپاره ښه نفقه برابرونکي وګرځي.

نوموړي همدارنګه د یاد پروګرام له تمویل کوونکي څخه مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې هم وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

BACK TO NEWS