د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۴۹
mmd

یاده غونډه چې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په مشرۍ ترسره شوه په هغه کې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په ترڅ کې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د ورځنېو چارو د لا ښه ترسره کولو، پر وخت دندي ته د حاضریدلو، په وخت د راپور چمتو کولو، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ستونزو ته د رسیدګۍ او هغوی ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو هم د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور او همداراز وړاندیزونه او ستونزې د شهیدانو او معلولینو چارو له رئیس سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۰
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۰۲) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري، د (HHRD) مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۰۲) تنو د فني او حرفوي زده ‌کړو پر زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې. په یادو مرستو کې شپږ (۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

په غزني ولایت کې پر یو شمېر یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، لسو (۱۰) تنو یتیمانو ته د زرنج نقلیه وسایط ووېشل.

یاد پروګرام د یتیمانو د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۶
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مؤسسې فعالیتونه وستایل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د‌ ټولنیزو خدمتونو مدير محترم نصرت الله پتمن يې ملتيا کوله، په ياد ولایت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

BACK TO NEWS