د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۰۲) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۰
mmd

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري، د (HHRD) مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۰۲) تنو د فني او حرفوي زده ‌کړو پر زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې. په یادو مرستو کې شپږ (۶) ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، چې د زده‌کوونکو د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر شوي وو. همداراز هر زده‌کوونکي ته (۲۰۴۰) افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوه.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند آمرینو، کارکوونکو او د مؤسسې مسؤلینو هم حضور درلود.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل شوي دي. دا مهال یو شمېر یتیمان او معلولین په یادو روزنیزو پروګرامونو کې پر زده کړو بوخت دي، هغوی ته هره میاشت نه یوازې د خوراکي توکو مرستې برابریږي، بلکې یاد مرکز ته د تګ او راتګ لپاره د ترانسپورت لګښت په موخه نغدي مرستې هم ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS