د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مؤسسې فعالیتونه وستایل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۶
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د‌ ټولنیزو خدمتونو مدير محترم نصرت الله پتمن يې ملتيا کوله، په ياد ولایت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو له زده کړه ئيز بهیر څخه ارزونه ترسره کړه.

د دې‌ ارزونې پر مهال محترم ملا عبدالحکیم دانش د یادې مؤسسې روان فعالیتونه او کړنې د ستاینې وړ وبللې او ټينګار يې وکړ چې دا ډول پروګرامونه د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره خورا مهم دي او د ورته پروګرامونو د پراخوالي او د نورو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

همداراز د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د فني او حرفوي زده کړو له زده‌کوونکو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته د حاضري پر پابندۍ، زده‌کړو ته د پوره ژمنتیا او د مسلکي مهارتونو د زده کولو په هکله هم لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو، زده کړه ئيز پروګرام پر لاره اچولی، تر څو یتیمان او معلولین وکولای شي د یاد پروګرام له بشپړولو وروسته له زده کړو شويو مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې سره له اقتصادي پلوه په ځان بسیا او د خپلې کورنۍ لپاره حلال رزق وګټي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS