د نوي برېښنايي سیسټم له لارې (۹۶۱۹) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د درې میاشتو نغدي مساعدتونه حواله شوي دي

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۲

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د نغدي مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت، دقت او چټکتیا د رامنځته کولو په موخه، یوه اونۍ وړاندې د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخه فعاله کړه.

د یادې برخې له فعالیدو سره سم، د وزارت اړوند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (۹۶۱۹) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د درې میاشتو نغدي مساعدتونه په بریالیتوب سره محاسبه، ترتیب او حواله شوي دي.

یاد برېښنايي سیسټم د مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت د تأمین، د اداري چارو د چټکتیا، د معلوماتو د دقیق ثبت او د مستحقینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی.

په پام کې ده چې په نوي برېښنايي سیسټم کې د تأدیاتو او محاسبې برخه به، په نږدې راتلونکي کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم فعاله شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۱۴
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه تنه نوي آمرین کارکوونکو ته معرفي شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم او لزوم پر اساس، محترم الله محمد دوست د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو په ریاست کې د پلانونو او ګزارشاتو د تحلیل او توحید د نوي آمر په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۲
Background image

د نوي برېښنايي سیسټم له لارې (۹۶۱۹) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د درې میاشتو نغدي مساعدتونه حواله شوي دي

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د نغدي مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت، دقت او چټکتیا د رامنځته کولو په موخه، یوه اونۍ وړاندې د نوي. . .

BACK TO NEWS