د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه
د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی عتیق الله نیازی، ښاغلی علي جان محمدي او ښاغلی امید رحماني شامل وو.
یاد پلاوي د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره په (۱۴۰۴) مالي کال کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف څرنګوالی، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نور اړوند موضوعات په هر اړخیزه توګه بررسی کړل، شته نیمګړتیاوې په نښه او د رسیدګي په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز د کورنۍ پلټنې پلاوي د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واوریدې.
