د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۵۴

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي باقي بالله فضلي یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او همداراز هغوی ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت اړوند محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ، نوموړي هلته د ولسوالۍ له ولسوال سره هم له نږدې لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د کلیو د ملکانو له لوري د ریاست کارکوونکو سره د کره اودقیقو معلوماتو د شریکولو،  د اليکترونيکي سيستم د ثبت لړى د ګړندى کولو او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۱۲
Background image

په بادغیس ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم ویس الدین جلیلی، محترم علي جان محمدي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

BACK TO NEWS