د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو ته په ټولنه کې د ښه ژوند برابرولو په موخه، د پوهنې څخه د افغانانو ملاتړ مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۷
mmd

د دې هوکړه لیک پر پلي کیدو به، په مزارشریف ښار کې د حضرت ابوهریره (رض) د یتیم خانې د بیارغونۍ چارې بشپړې او د امکاناتو له اړخه به تجهیز او تمویل شي، چې په دې سره به (۱۰۴) تنو یتیمانو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابر شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د پوهنې څخه د افغانانو  ملاتړ مؤسسې مسؤل محترم عبدالرحیم نظام ترمنځ لاسلیک شو. 

محترم ملا صدو خان حق شناس د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل تر څو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خپلې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي او په دې ترتیب سره به مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

 په ورته وخت کې محترم عبدالرحیم نظام هم د خپلې مؤسسې د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او یاد قشر ته یې د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت (۱۲) زره او (۶۱۴) امریکایي ډالره دې چې په بلخ ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۰
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۰۲) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري، د (HHRD) مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۰۲) تنو د فني او حرفوي زده ‌کړو پر زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې. په یادو مرستو کې شپږ (۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

په غزني ولایت کې پر یو شمېر یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، لسو (۱۰) تنو یتیمانو ته د زرنج نقلیه وسایط ووېشل.

یاد پروګرام د یتیمانو د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۶
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مؤسسې فعالیتونه وستایل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د‌ ټولنیزو خدمتونو مدير محترم نصرت الله پتمن يې ملتيا کوله، په ياد ولایت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

BACK TO NEWS