د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په رياست کې غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۹

د چارو د لاښه والي او د وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د فعالیتونو د اغېزمن انعکاس په موخه، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش په مشرۍ په یاد  ریاست کې غونډه ترسره شوه، چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د وزارت د مهمو لاسته راوړنو او د ورځنیو فعالیتونو د پر وخت نشرولو، د اړوندو برخو ترمنځ د بشپړې همغږۍ د تأمین او همدارنګه د نشراتي چارو د لا ښه والي په تړاو خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې ورسپارل شوې دندې د بشپړې ژمنتیا، صداقت او اخلاص سره ترسره کړي، څو د وزارت فعالیتونه او کړنې په منظم ډول انعکاس ومومي‌.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵). . .

BACK TO NEWS