د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۵) ميليونه او (۷۷۳) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۸:۵۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوی په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د (۵) میلیونه، (۷۷۳) زره او (۹۰۰) افغانيو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئيس محترم قاري عبیدالله فيصل ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به یې په فاریاب، ننګرهار، هلمند او پنجشېر ولايتونو کې (۱۶۶۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شويو هېوادوالو ته (۸) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

همداراز په ننګرهار ولايت کې به (۲۳۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتي په موخه خوراکي توکي چمتو شي.

د یاد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د خیریه مؤسسې له لوري يتيمانو، کونډو او معلولینو ته د دوامداره مرستو څخه د قدرداني ترڅنګ، د یاد قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هکله خبرې وکړې او زياته یې کړه: زموږ د ټولو مشترک هدف دا دې چې د شهیدانو ورثه‌‌ وو او معلولینو ستونزو ته ښه رسېدګي وشي او هغوی ته لازم خدمتونه وړاندې شي، نو په کار ده‌ چې په ګډه او بشپړې همغږۍ سره ورته اړینې مرستې برابرې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۸:۵۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۵) ميليونه او (۷۷۳) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوی په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د (۵) میلیونه، (۷۷۳) زره او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۸:۴۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ارتقاء خیریه بنسټ ترمنځ د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژوند لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ارتقاء خیریه بنسټ سره د (۲) میلیونه او (۲۰۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره نوی رئيس رسماً کارکوونکو ته معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمدرفیق هاشمي د لوګر ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS