د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ارتقاء خیریه بنسټ ترمنځ د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۸:۴۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژوند لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ارتقاء خیریه بنسټ سره د (۲) میلیونه او (۲۰۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په کابل ولایت کې (۵) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ارتقاء خیریه بنسټ رئيس محترم احمد مدرس شېرزاد ترمنځ لاسلیک شو چې د یوې میاشتې په موده کې به د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یاد خیریه بنسټ له مرستو  قدرداني وکړه او د ارتقاء خیریه بنسټ له رئیس یې وغوښتل چې د نورو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ورته مرستې برابرې کړي څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته هم رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه ترسره کیدو په موخه د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدین سعد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د معلولينو د حقوقو د تثبیت او بایومټریک لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د‌ لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد د‌ معلولینو چارو په رياست کې د معلولینو د حقوقو د تثبیت او بایومټریک آمر په توګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې یو شمېر زلزله ځپلو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې سره په همغږۍ د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ اړوند (۳۵) تنو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه،. . .

BACK TO NEWS