د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ژوند د ښه فرصتونو برابرولو په موخه د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې سره د (۶۶) زره او (۷۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، د کابل، کنړ، پروان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ او خوست ولایتونو اړوند (۱۴۴) تنو مستحقو یتیمانو لپاره نغدي مرستې ووېشل شي او هر یتیم به (۱۸۵۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي، د دې ترڅنګ، (۵۶) تنو نورو یتیمانو ته به خوراکي توکي چمتو شي.

یاد هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د مسلم هند‌ز نړیوالې (MHI) مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړتیاوې او غوښتنې د مؤسسې له مسؤل سره شریکې کړې، د دې زیانمن شوي قشر لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول یې د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او د هغوی پر دوامدار ملاتړ یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵). . .

BACK TO NEWS