د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو د قربانۍ غوښې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۱۷
mmd

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې د قربانۍ غوښې ووېشلې.

یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو‌ د تنظيم رياست آمرینو محترم ملا ابراهيم شاه خلیل او محترم صفي الله سدید، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د خیریه بنسټ د مسؤلينو په شتون کې مستحقو کسانو ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم سلګونو مستحقو کورنيو سره په مرکز او ځینو ولايتونو کې ورته مرستې ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۲۴
Background image

د کابل ولایت پر (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د آلمان هيواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ څو میاشتې وړاندې د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۸
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۱۲۸) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت او ولسواليو اړوند پر (۱۲۸) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل، چې (۱۲۰) تنو ته ساده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۸:۵۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست اړوند د اجرائیه مدیر بست لپاره د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه ترسره شوه.

په یاده ازموینه کې لسو (۱۰) تنو وړ کسانو ګډون کړی وو، چې د. . .

BACK TO NEWS