د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو د قربانۍ غوښې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې د قربانۍ غوښې ووېشلې.
یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رياست آمرینو محترم ملا ابراهيم شاه خلیل او محترم صفي الله سدید، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د خیریه بنسټ د مسؤلينو په شتون کې مستحقو کسانو ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم سلګونو مستحقو کورنيو سره په مرکز او ځینو ولايتونو کې ورته مرستې ترسره شوې وې.
