د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس نهرین ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۱۴

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د یاد ولایت اړوند نهرین ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې له ولسوال سره له نږدې وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د کلیو د ملکانو له لوري د ریاست کارکوونکو سره د کره او دقیقو معلوماتو د شریکولو او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

 په ورته وخت کې د نهرين ولسوالۍ ولسوال هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د پېژندنې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړی.

محترم ملا احسان الله عابد همداراز په یادې ولسوالۍ کې د‌ اړوند مدیریت له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، د‌ یو شمېر شهيدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او هرې کورنې سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۱۴
Background image

د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس نهرین ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د یاد ولایت اړوند نهرین ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې له ولسوال سره له نږدې وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۱۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ګاونډویو هېوادونو څخه هېواد ته در راستنو شویو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو په ژوند کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو د پېژندلو او تفکیک په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو د پېژندلو او تفکیک په موخه غونډه د وزارت د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS