د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو د پېژندلو او تفکیک په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو د پېژندلو او تفکیک په موخه غونډه د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان په مشرۍ ترسره شوه، په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم ملا روح الله نصرت، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین رئیس محترم ملا صدو خان حق‌شناس، د معلولینو چارو رئيس محترم مولوي شاه ولي، د معلولینو د بیاځواکمنتیا ریاست آمر محترم زاهد الله آفاقي، د تقنین او پالیسي کارپوه محترم ګل احمد عثماني او د دفتر ریاست کارکوونکي محترم سید حامد هاشمي شتون درلود.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پراختیایي  پروژو او د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د تفکیک او پيژندلو په اړه بحث او تفصیلي خبرې وشوې، په پام کې ده چې د دې وزارت د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو طرحه له ارزونې او نهایی کېدو وروسته، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ  کې د شاملولو او انعکاس په موخه ترتیب او له اقتصاد وزارت سره شریک شي.

په دې طرحه کې د وزارت ټول پروګرامونه، مهم فعالیتونه او د لومړیتوب وړ پروژې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره شاملې دي، د دې طرحې په چوکاټ کې به، بنسټیزې موخې، د تطبیق ساحې، د ارزونې شاخصونه او د هرې برخې لپاره بودیجه په دقیقه او هر اړخیزه توګه په پام کې نیول کېږي، څو د پروګرامونو د پلي کولو بهیر په اغېزمن او شفاف ډول پر مخ ولاړ شي.

د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو هم د پروګرامونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو پېژندلو او تفکیک په برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د تشکیلاتي طرحې د ترتیب او د بودجې د تعیین په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړولو او د اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو په موخه غونډه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله. . .

BACK TO NEWS