په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره کړه.

سبحان‌الله چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د اقتصادي ستونزو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ وو. یاده مرسته د دې لپاره ترسره شوه څو نوموړي ته د کار، حلال عاید او ځان بسیاینې زمینه برابره شي او وکولای شي د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵). . .

BACK TO NEWS