د امریکا په فلوریډا ایالت کې د جولای شلمه نېټه د عباس کریمي په نوم نومول  شوې

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۳:۲۰
AbasKarimi

د عباس کريمي اتلولي، هېوادوالو او  په ځانګړي توګه په دې خاوره کې معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی.

د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ لاډرډل ښار کې چارواکو په دې وروستیو کې د جولای شلمه د عباس کریمي د اتلولۍ په ملاتړ ونمانځله، دا د امریکا یو له خورا نامتو ښارونو څخه دی چې د لامبو نړیوالې سیالۍ پکې ترسره کېږي.

عباس کریمي 22 کلن افغان لامبو وهونکی ځوان دی چې په بامیانو کې له لاسونو پرته زېږېدلی دی، کریمي د لاسونو نه لرلو سره سره، په څو ملي او نړیوالو د لامبو په سیالیو کې لومړی ځای خپل کړی ده.

ښاغلي کریمي، په ملي او نړیواله کچه د بې ساري اتلولۍ او هلو ځلو سره ثابته کړه چې معلولیت د پرمختګ او اتلولۍ مخه نشي ډب کولای.

له ډېرو کلونو را په دېخوا، ښاغلی کریمي د ورزشکارانو او معلولیت لرونکو وګړو تر منځ د اتلولۍ او بریا یوه بېلګه ګرځیدلې، او په ملي او نړیوالو سیالیو کې د هغه بریا نورو ته الهام ورکوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ښاغلي عباس کریمي ته د دې لوی لاسته راوړنې له امله مبارکي وویله او د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ لاډرډل ښار کې چارواکو د جولای شلمه د عباس کریمي د اتلولۍ په ملاتړ له نمانځلو مننه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د ملي اتلانو په ملي او نړیوالو سیالیو کې اتلولي او لاسته راوړنې په پام کې نیسي او ملاتړ یې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS