د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو او هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه یې له نږدې ارزونه وکړه، د دې لپاره چې واقعي مستحق کسان په سمه توګه وپېژندل شي او له هر ډول بې‌نظمۍ او تېروتنو مخنیوی وشي، اړوندو کارکوونکو ته یې لازمې او ګټورې لارښوونې‌ او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د (۹۳۳) تنو یتیمانو لپاره د مرستو د برابرولو په موخه، د (۳۵) زره او (۹۶۵) ډالرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د میدان وردک ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ترسره شوې کړنې او اجراآت بررسي شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس. . .

BACK TO NEWS