د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لا ښه والي او د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د سروې د څرنګوالي په هکله بحث وشو، کارکوونکو ته سپارښتنه شوه چې ياد بهير په بشپړ شفافیت او دقت سره پرمخ یوسي ترڅو واقعي مستحقین وپېژندل شي او د میاشتني نغدي مساعدتونو څخه برخمن شي.
همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس له کارکوونکو وغوښتل چې سپارل شوې دندې په منظم ډول ترسره کړي او د مراجعینو چارو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
