د شهیدانو د ورثې او معلولینو د حقوقو مدیریت د واحد مرکزي سیستم رامنځته کولو طرزالعمل بشپړ شو

content_admin
Wed, Feb 19 2020 10:02 AM
mmd

د شهیدانو د ورثې او معلولینو د حقوقو مدیریت د واحد مرکزي سیستم رامنځته کولو طرزالعمل بشپړ شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت معین آغلې حسنا جلیل، د دفاع وزارت معین آغلې منیره یوسفزاده او د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس ښاغلي اختیار ولي سره ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې د واحد مرکزي سیسټم د طرزالعمل پر تخنیکي مواردو تفصیلي خبری وشوې. د جلالتماب جمهور رییس له لوري د کورنیو چارو، ملي دفاع او د مالیې وزارتونو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه شوې وه، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او اړوندې ادارې دې له نوي برېښنایي سیستم څخه د ګټې اخیستنې په موخه په ډېټابېس کې درج د ټولو معیارونو او مسولیتونو ټاکوونکی طرزالعمل په مشترکه توګه جوړ او تطبیق کړي تر څو د شهیدانو او معلولینو د حقوقو مدیریت، په چارو کې د روڼتیا تامین او یادو قشرونو ته د پر وخت او چټکو خدمتونو وړاندې کول او شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او اړوندو ادارو له لوري د شهیدانو وارثین او معلولین یوه واحد سیستم ته پورته کړي او ټولې اړوندې ادارې په خپلو برخو کې دې قشر ته رسیدګي وکړي. د یاد طرزالعمل ټول تخنیکي موارد د اړوندو ادارو د استازو او کاري ټیمونو لخوا نهایي شوي او ډېر ژر به رسمآ لاسلیک شي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS