د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Mon, Aug 17 2026 9:16 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د  یاد ولایت له محترم والي او مرستیال والي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دې سفر کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک، د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد او د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني هم د محترم شیخ صاحب ملتیا کوله.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د خپلو لیدنو په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره یې له نږدې لیدنه وکړه، د پېښې له امله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او زیانمنو کورنیو ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

محترم شیخ عبدالحکیم حقاني د سېلابونو له امله د شهیدانو پاکو ارواحو ته یې دعا وکړه او ټپیانو ته یې د لوی څښتن تعالی جل جلاله له درباره د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS