د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Tue, Aug 11 2026 1:15 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې سره د څه باندې (۵۶) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر اساس به یې په کنړ ولایت کې (۱۰۰) تنو یتیمانو ته په میاشتني ډول نغدي مرستې ترسره شي، د یوه کال په موده کې به هر مستحق (۴۹۲) ډالره  ترلاسه کړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې خیریه مؤسسې استازي ترمنځ لاسلیک شو، چې د یوه کال په موده کې به د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS