په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) مستحقو کورنیو مرستې ووېشل شوې
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په همغږۍ د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر (۴۰۰) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې مستحقې کورنۍ ته وریجې ورکړل شوې، چې موخه یې د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو کمول او د هغوی ملاتړ وو.
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د (ZFA) خیریه مؤسسې له لوري یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مرستو د برابرولو په پار قدرداني وکړه او د یادې مؤسسې له مسئولینو یې وغوښتل چې په راتلونکې کې هم د اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې لا زیاتې کړي.
