د کابل ولايت اړوند (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره نغدي مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د آلمان هيواد یوه وګړي په مالي ملاتړ څه موده وړاندې د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، د موبایل ترمیم، سولر سیسټم د موټر ترمیم په برخو کې یو کلن پروګرام پیل کړی وو، چې یادو کسانو ته به د مسلکي استادانو لخوا زده کړې ورکړل شي، نن د یوه پروګرام په ترڅ کې هغوی ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، یو اندازه نغدي مرستې هم ووېشل شوې. د دې پروګرام پر مهال د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست او د څارنې او ارزونې ریاست استازو شتون درلود
