د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Wed, Jun 24 2026 11:55 AM
mmd

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې سره د (۲۰) میلیونه، (۳۶۱) زره او (۷۰۵) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دې هوکړه لیک پر اساس به، د کابل، کنړ، پروان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ، بلخ او خوست ولایتونو اړوند (۶۷۶) تنو مستحقو یتیمانو لپاره نغدي مرستې ووېشل شي او هر یتیم ته به د یوه کال په ترڅ کې (۲۴۴۸۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شي. یاد هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د مسلم هند‌ز نړیوالې (MHI) مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS