په پکتیکا ولایت کې پر (۱۱۵) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Apr 22 2026 12:37 PM

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند (۱۱۵) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشلې، چې په ترتیب سره هر مستحق (۸۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

یادې مرستې د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج، د اقتصاد ریاست استازي او د خیریه مؤسسې مسؤلینو په شتون کې مستحقو کسانو ته په عادلانه او شفاف ډول ووېشل شوې.

محترم مولوي محمد نبي وهاج د شهیدانو کورنیو ته ډاډ وکړ چې یاد ریاست به هڅه وکړي، شته امکاناتو ته په کتو د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وکړي او د خیریه مؤسسو سره په همغږۍ به ورته لازمې مرستې برابرې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS