د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sun, Jan 04 2026 3:04 PM

د چارو د لا ښه والي او همغږی په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړي وو.

د دې غونډې په ترڅ کې محترم مولوي محمد انور برادر د ریاست له کارکوونکو څخه د کلني پلان د (۷۵) سلنې د بشپړېدو له امله مننه وکړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی هدایات د غونډې ګډونوالو ته واورول شول، همداراز کارکوونکو ته د معیاري راپورونو د لیکلو، د مسلکي او اصلاحي سپارښتنو د وړاندې کولو، د تفتیش پر مهال د مفتشینو له لوري د ښه او مناسب چلند کولو، د احکامو، فرامینو او د وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړو د پر وخت تطبیق او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

همدارنګه د غونډې ګډونوالو هم کاري استقامت ته په کتو، خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې له بحث او ارزونې وروسته د کورنۍ پلټنې د رئیس له لوري پرې لازمې پرېکړې وشوې

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS