په ننګرهار ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
په يادو مرستو کې چې د اوړو، غوړيو او د ځینو نورو خوراکي موادو ترڅنګ، غیر خوراکي توکي هم شامل وو، د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ليف خیریه مؤسسې په همکارۍ د کامۍ ولسوالۍ پر (۵۰۰) تنو یتیمانو باندې په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره به د خیریه مؤسسو مرستې راجلبوي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي، تر څو یادو کسانو ته لازمه پاملرنه وشي.
