د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، ځینې نور خوراکي مواد او د حفظ الصحې توکي هم شامل وو.
همدارنګه د یتیمانو د هڅونې په موخه، د هغو (۶) تنو یتیم زدهکوونکو لپاره چې نومونه یې د قرعهکشي له لارې انتخاب شوي وو، تشویقي مرستې ووېشل شوې؛ چې له دې جملې څخه درېو هلکانو ته بایسکلونه او درېو نجونو ته د خیاطۍ ماشینونه ورکړل شول. سربېره پر دې، یو شمېر نورو زدهکوونکو ته هم تشویقي ډالۍ ووېشل شوې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید، د شهیدانو چارو ریاست استازي محترم سید منیر آغا او د یادې مؤسسې مسؤلینو حضور درلود، چې د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په هر اړخیز ډول نظارت ترسره کړ.
