په ارزګان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجرااتو څخه هر‌ اړخیزه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Nov 24 2025 9:30 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د مرکزي او ولايتي راپورونو‌ د تحليل او توحيد آمر محترم مولانا نورالدين صاحب زاده، د ولايتي پلانونو له تطبيق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدير محترم سليم ګل شمشاد او د ګزارشاتو د تحليل او توحيد مسلکي غړي محترم محمد خليل کريمي یې ملتيا کوله، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په لړ کې، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مرستو د وېش بهیر او اړوند اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په دقیقه توګه په نښه او د حل په موخه یې مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS