په کندهار ولایت کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه فعاله شوه

asad_admin
Wed, Oct 29 2025 9:01 AM

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د پاکو اوبو دغه شبکه چې څاه یې (۱۵۰) متره ژوروالی لري، د (۵۰۰) لیټره اوبو زېرمې، ۱۶ دانو سولري هندارو او د اوبو د پایپونو له ټولو اړینو وسایلو سره جوړه شوې ده.

د‌ څښاک پاکو اوبو د شبکې له فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو او په ځانګړي ډول یتیمانو او معلولینو خپله خوښي څرګنده کړه او د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ترڅنګ یې د یادې مؤسسې له همکاریو څخه مننه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS