د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد خلیل کریمي او محترم شکر الله ساحل یې ملتیا کوله، د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.