په غزني ولايت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.
همداراز هر مستحق ته (۴۴۸۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش او د یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.