د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د یادې مؤسسې مسؤلینو حضور درلود، چې د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په هر اړخیز ډول نظارت ترسره کړ.