په میدان وردګ ولایت کې د (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

asad_admin
Tue, May 27 2025 10:46 AM

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د آلماني سیلانیانو له لوري د (۱۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه او هر مستحق د (۵۰۰۰) افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ترلاسه کړل.

یادو آلماني سیلانیانو د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نذیر ابومحمد سره هم لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې، آلماني سیلانیانو د اسلامي امارت د مسؤلینو نیک چلند او د افغان ولس میلمه پالنه وستایله، هغوی په هېواد کې د سولې او امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د افغانانو لپاره چې کلونه د جګړو له امله ځورېدلي او قرباني شوي وو، د خوښۍ او خوشحالۍ ځای وباله.

همداراز یادو سیلانیانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د نغدي مرستو د وېش له پروسې هم ستاینه وکړه او هغه یې د یوه مثبت ګام په توګه یاد کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS