د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسیدګي زموږ ملي مسولیت دی

mmd_admin
Tue, Aug 27 2019 10:18 AM
انځور

د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسیدګي زموږ ملي مسولیت دی

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې آغلې پروین درانۍ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحیدالله صافي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

آغلې درانۍ د مننې تر څنګ ښاغلی صافی وړ شخص وباله او نوموړي سره یې د معلولیت لرونکو وګړو د عامو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي صافي مېرمن درانۍ یوه بریالۍ وکیله وګڼله، ډاډ یې ورکړ، چې د ښاغلي وزیر لعل الدین آریوبي په لارښوونه وخت په وخت له معلولیت لرونکو وګړو سره د دوی د ستونزو په اړه ګوري او د حل لپاره یې هلې ځلې کوی. نوموړي زیاته کړه، چې دا وزارت دې قشر ته د زړه له تله خدمت کوي او ستونزو ته رسیدګي یې نه یوازې دنده، بلکې ملي او انساني مسولیت دی.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS