د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان ریاست کې د پارالمپیک کمېټې له مسؤلینو غونډه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Apr 15 2025 11:24 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ د پارالمپیک کمېټې له مشر محترم محمد یوسف افتخار او راغلي پلاوي سره د ورزش په برخه کې د معلولینو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د بهرنیو اړیکو آمر محترم محمد مبین رحیمي هم حضور درلود.

په دې غونډه کې د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس د معلولینو د ملاتړ پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د نړیوال پارالمپیک کمېټې سره اړیکې باید پراختیا ومومي تر څو د دې لارې خلک وهڅول شي چې د معلولینو لپاره په هغو برخو کې چې ورته جدي اړتیا لیدل کېږي مرستې برابرې او هغوی له لازمو امکاناتو څخه برخمن شي.

همداراز، د افغانستان د پارالمپیک کمېټې مشر محترم محمد یوسف افتخار د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په ګډه به د معلولینو د ورزش په برخه کې فعالیتونه دوام ومومي او د همکاریو د پراخوالي په موخه به د دې وزارت سره هوکړه ‌لیک هم لاسلیک شي.

په دې غونډه کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني وویل: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت اصلي موخه د ټولنې له محروم قشر او په ځانګړي توګه له معلولینو څخه ملاتړ دی تر څو هغوی له اقتصادي پلوه په ځان بسیا او په ټولنه کې له فعال حضور څخه برخمن شي.

نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې شته امکاناتو ته په کتو به، د پارالمپیک له لوبغاړو سره لازمه همکاري ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS