د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ودانۍ د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

asad_admin
Mon, Mar 10 2025 10:41 AM
mmd

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د زابل ولايت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي محیب الله حماس، د احصایې او معلوماتو رئیس محترم مولوي ګل محمد احمد، د عامې روغتیا رئیس محترم ډاکټر میرویس افغان، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د زابل ولایت د والي مرستیال محترم مولوي محیب الله حماس د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه چې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یې اقدام کړی دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش هم خبرې وکړې او زياته یې کړه: د دې احاطوي دېوال مجموعي لګښت (۵۵۰) زره افغانۍ کېږي چې د (۷۸) متره په اوږدوالي، (۴۶) متره په عرض او د دوه نيم متره په لوړوالي به، په دوه جريبه ځمکه کې جوړ شي او په نږدې ورځو کې به د ریاست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې هم پېل شي.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو په برخه کې به پوره هڅې وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS