د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ملت ته د یوه کال د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

nasrat_admin
Wed, Aug 21 2024 3:58 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنېو په مرکز کې ملت ته، د دې وزارت د یوه کال د عمده لاسته راوړنو او ترسره شوېو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

د یاد پروګرام پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم قاري محمد امین دروېش، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش او ځینو آمرینو حضور درلود.

په پېل کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې تر ټولو ځوریدلی او اړمن قشر و باله او د اسلامي امارت د رهبرۍ او دولتي او غیر دولتي ادارو په همکارۍ او همغږۍ یاد قشر ته یې په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول د دې وزارت له لومړیتونو څخه یاد کړل.

محترم شیخ صاحب په دې وزارت کې د ثبت او راجسټر شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو د شمېر یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د مرکز په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې تر دې دمه (۱۱۸۹۰۸) کورنۍ او (۶۵۳۲۶۵) تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوې دي چې په یادو ارقامو کې ( ۳۶۹۵۳۳) تنه یتیمان، چې (۱۶۳۴۷۹) تنه ښځینه او ( ۱۶۲۱۹۵) تنه نارینه یتیمان شامل دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت مرستیال د یتیمانو، کونډ‌و او معلولینو د ثبت او راجسټر په پروسه کې د رامنځته شوي شفافیت او د عامه بودیجې د ضایع کیدو څخه د مخنیوي په هکله وویل: دې وزارت د مرکز او ولایتونو په کچه د تصفیې کمېټې ګمارلي چې تیر مالي کال کې د (۲۷۱۵۵۲) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو تصفیه ترسره کړې، د تصفیې په ترڅ کې (۲۸۱۸۳) تنه د نقدي مساعدتونو منظور شوې طرحې مطابق غیر مستحق ګڼل شوي او سیسټم څخه ایستل شوي.

همداراز د دې پروګرام په ترڅ کې محترم شیخ صاحب د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په بهیر کې د شفافیت او کره والي رامنځته کولو په موخه د نوي الکټرونیکي سیسټم یادونه وکړه او وې ویل: د هېواد په (۲۸) ولایتونو کې بریښنایي سیسټم فعال شوی او په ټوله کې د (۲۶۴۳۳۵) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو معلومات پکښې ثبت او راجسټر شوي، د بریښنایي سیسټم له لارې هغوی ته د هویت کارتونه هم ورکړل شوي دي.

هغه همداراز وویل: د دې وزارت مشرتابه پلاوی وخت پر وخت د هېواد ټولو ولایتونو ته د کونډو ، یتیمانو او معلولینو څخه د حال اخیستنې، هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او د اصولو مطابق حق حقدار ته د رسولو له لړۍ څخه د څارنې په موخه سفرونه ترسره کړي دي.

محترم شېخ صاحب یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدي مساعدتونو د ورکړۍ ترڅنګ هغوی ته د خیریه بنسټونو او مؤسسو په همکارۍ په بېلابېلو برخو کې د مرستو د وېشلو په هکله وویل: په تېر یو کال کې دې وزارت (۸۹۴۴۲) تنو مستحقو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته مرستې چمتو او وېشلي دي.

هغه زیاته کړه: د معلولینو د بیاځواکمنتیا په برخه کې هم (۳۸۸۵) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته فیزیوتراپي، اورتوپیدي، د غوږونو، ذهني او رواني درملنې او معلولینو ته د نویو مصنوعي اعضاوو جوړولو او د ترمیمولو په برخو کې باکیفیته خدمتونه وړاندې شوي دي.

ورپسې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان ملت ته د حساب ورکولو پروګرام په ترڅ کې وویل: دې وزارت د یو میکانیزم له مخې شپږ لکه دولس زره او اته اتیا (۶۱۲۰۸۸) کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د تېر کال اسد له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ مالي کال اسد میاشتې پورې ۱۵میلیارده او ۴۰۷ میلیونه۸۲۷ زره او ۷۰۸  افغانۍ  د اسلامي  امارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته، د ملکي شهیدانو  پاتې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته او همدا راز د تېرې ادارې د وژل شویو عسکرو او منسوبینو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو په توګه د یوې منظمې طرحې له مخې په شفاف ډول د بانکي سیسټم له لارې حواله کړي دي.

هغه همداراز زیاته کړه: د مالیې محترم وزارت، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیاوو پر بنسټ په روان مالي کال کې دولس (۱۲) میلیارده افغانۍ دې وزارت ته، بودیجه ځانګړې کړه چې یاد وزارت تر اوسه توانیدلی د منظور شوې بودیجې څخه څه کم اووه میلیارده افغانۍ په شفاف ډول مصرف کړي.

محترم مولوي صاحب کلیم الله افغان وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه کوي تر څو یتیمانو او معلولینو ته د استوګنې لپاره ښارګوټي جوړ کړي او هغوی  ته د هوسا او آرامه ژوند زمینه برابره کړي.

همداراز په دې پروګرام کې د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست هم د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې او د ناثبت شویو کونډو ، یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت لړۍ ته دوام ورکول، په شرایطو برابرو کونډو ، یتیمانو او معلولینو ته د منظور شوې طرحې مطابق د میاشتنیو نقدي مساعدتونو حواله کول،  د غیر نقدي مرستو را جلبول، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا په برخو کې د خدمتونو وړاندې کول، یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو د زمینې برابرول یې د دې وزارت د راتلونکي کال له مهمو پلانونه څخه یاد کړل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS