د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ صندوق د طرزالعمل د ترتيبولو په موخه ټاکل شوې کمېټې غونډه ترسره کړه

nasrat_admin
Thu, Apr 25 2024 8:18 AM

د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ صندوق د طرزالعمل د ترتيبولو په موخه ټاکل شوې کمېټه چې څه موده وړاندې جوړه شوې وه، نن یې د دې وزارت د بشري سرچینو په رياست کې غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د‌ یتیمانو او معلولينو د حمایوي صندوق د کړنلارې او د حمایوي صندوق څخه د مستحقو کسانو لپاره د ګټې اخيستنې د څرنګوالي او د یاد صندوق د لا تمویلولو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د وزارت د دفتر ریاست کارمند محترم سید محمد هاشمي او د دغې کمېټې نورو غړو ګډون کړی وو.

د یادولو وړ ده چې د دې کړنلارې په نهايي کیدو سره به د مالیې محترم وزارت له خوا یو بانکي حساب پرانیستل شي.

د يادونې وړ ده، چې دا حمایوي صندوق څه موده وړاندې د يتيمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو د ملاتړ په موخه جوړ شوى وو، چې له ياد صندوق سره د شهيدانو او معلولينو وزارت مسؤلين  او کارکوونکي په خپله خوښه او مالي توان په اندازه هره مياشت مرسته کوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS