د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله یوولسم تلين د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو

nasrat_admin
Tue, Apr 23 2024 2:02 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د ثالث عمر، مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کارنامو، جهاد، سرښندنو او شخصیت په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې هراړخیزې خبرې وشوې.

د دې غونډې په ترڅ کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د جهادي ژوند، کارنامو او شخصیت په تړاو خبرې وکړې او هغه یې د افغانستان په تاریخ کې نه هېریدونکی شخصیت وباله.

هغه همداراز زیاته کړه: مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په هېواد کې د کورنېو جګړو، ظلمونو، بې عدالتېو او د فساد په له منځه وړلو کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړې دي چې د همدغو هلوځلو په پایله کې هېواد له تجزیې او ظلمونو څخه خلاص او په دې هېواد کې اسلامي نظام حاکم او په دې ترتیب سره د خلکو مال او عزت خوندي کړل شو.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې پر موږ لازمه ده چې نوي نسل ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په لوړو کارنامو، دین هېواد او خلکو ته د هغه نه ستړې کیدونکو خدمتونو په اړه پوهاوی ورکړو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS