د روژې په مبارک میاشتې کې د (۲۷۰) فدايانو کورنېو سره نغدي مرسته ترسره شوه

nasrat_admin
Wed, Apr 17 2024 8:13 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د هدایت سره سم د خاصو شهیدانو آمریت په پوره هڅو د (۲۷۰) استشهاديانو کورنېو سره په پکتیا ، پکتیکا ، خوست او غزنی ولایتونو کې نغدي مرستې ترسره شوې چې هرې کورنې ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

یادې نغدي مرستې چې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د پلاويو له لوري ترسره شوې د مرستو ترڅنګ د هغوی کورنېو سره خواخوږې او همدردي  وشوه او د هغوی ستونزې له نږدې واوریدل شوې.

د یادونې وړ ده چې له یادو مرستو څخه د فدايانو کورنې په ترتیب سره (۲۹) په پکتیا، (۴۶) په خوست، (۷۹) په پکتیکا، (۷۸) په غزني او پاتې نورې کورنې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې برخمنې شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS