د کابل ولایت په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
Sun, Dec 31 2023 2:47 PM
mmd

د معرفي په غونډه کې د کابل ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخی زاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي او همداراز د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.

محترم ملا محمد نعیم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او شفاهي هدایت پر اساس د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخی زاده له خوا د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر معرفي کولو په پروګرام کې د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخی زاده د خپلو خبرو په ترڅ کې په اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وګاڼه او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

نوموړي همداراز د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS