د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پر یتیمانو باندې مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
Sat, Jun 24 2023 9:09 AM
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په خاتم الانبیآء دارالأیتام او مدرسې په انګړ کې جوړ شوی وو، په هغه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي  ملاعبدالطیف منصور، د اسلامي امارت ځلانده ستوري شیخ الحدیث ښاغلي عبدالحمید حماسی، د پکتیا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد نبي محمدي او همداراز د ترکيې خیریه بنسټ استازو ګډون کړی وو.

د یاد پروګرام په ترڅ کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملاعبدالطیف منصور د ياد دارالأیتام په زده کوونکو باندې د‌ لوی اختر د رارسیدو په مناسبت اختریزې ډالې، همداراز د ترکیې خیریه بنسټ له لوري پر یو سل او شل (۱۲۰) تنه زده کوونکو باندې (۴۲۷۰۰۰)څلورلکه او اوه ویشت زره افغانۍ نغدي مرستې وویشل شوې.

په ياد پروګرام کې ښاغلي شیخ الحدیث عبدالحمید حماسي هم د پروګرام ګډونوالو ته په زړه پورې وینا وکړه او پروګرام د ښاغلي ملاعبدالطیف منصور په دعائیه  پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS