د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Oct 03 2022 10:12 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 د یادې غونډې موضوعات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شوه.

په دې غونډه کې په ولایتونو کې د وزارت اړوند ریاستونو د ودانېو او ملکیتونو په هکله خبرې اترې وشوې او یادونه وشوه چې څه موده وړاندې دا موضوع د یو رسمي مکتوب په ترڅ کې ولایتونو ته استول شوې وه او په هغې کې د ریاستونو څخه غوښتل شوي وو تر څو د اړوندو ریاستونو د ودانېو او ملکیتونو په هکله یاد وزارت ته معلومات ورکړي نو په نننۍ غونډه کې پریکړه وشوه چې د یو وړاندیز په ترڅ کې د ریاستونو د ودانېو ستونزه د محترم امیرالمؤمنین سره شریک کړای شي تر څو په ولایتونو کې د ریاستونو پر وړاندې د ودانېو ستونزه حل شي.

په تیره غونډه کې پریکړه شوې وه چې د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره د اونۍ ورځې بیلې کړای شي تر څو د ګڼې ګوڼې مخنېوی وشي. دا پریکړه په دې ناسته کې لغوه شوه او تصمیم ونیول شه تر څو د ښځینه او نارینه مراجعینو  لپاره ځایونه جلا کړل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS